سیاست

دبهرنيو چارو وزارت معين دټيکا له رئيس سره او مرستيال سره وکتل

کابل باختردتلې دمياشتې٢٨نيټه  :
دبهرنيو چارو وزارت دادارې او منابعو معين ډاکتر نصيراحمدانديشه پرون له غرمې مخکې  په کابل کې دترکيې دبشردوستانه مرستو دادارې ټيکا له رئيس  مصطفي بوتون او مرستيال ګوحکان  کسرسره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
دباخترآژانس دخبرله مخې : په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت  دادارې او منابعو معين ډاکترانديشه په بيلابيلو برخو کې له افغانستان سره دترکيې دبشردوستانه مرستو ټيکا دادارې دهمکاريو او مرستو له امله مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه  چې دغه مرستې به لازياتې پراخې شي.
وروسته مصطفي بوتون دټيکا ادارې دفعاليتونو او اجرااتوپه باب معلومات ورکړل اوپه افغانستان کې يې دټيکا دامنيت اودکابل په طبي  پوهنتون کې دنسايي او ولادي روغتون دجوړولو د پروژې دپيل په  باب هر اړخيزې خبرې وکړې.
مصطفي بوتون   زياته کړه  چې ټيکا چمتو  ده  چې پروژي  د اداري پړاونو له بشپړيدو وروسته ډير د پروژې عملي کار پيل کړي.
دواړو لورو او دترکيې  دپرمختيايي ماموريتونو لپاره دامنيتي تدبيرونو او ديپلوماتيکو خدمتونو په باب خبرې وکړې.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته