امنیت

جمهوررئیس کرزي د خوست په ولایت کې د امریکایي ځواکونو هوایي برید په کلکه محکوم کړ

کابل_باختر د وري دمياشتې٢٦مه:
د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي د خوست په ولایت کې د امریکایي ځواکونو هغه هوایي برید چې له امله یې د یوې ښځې په شمول درې تنه ملکي وګړي په شهادت و رسېدل، په کلکه وغانده.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترلارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د خوست د والي د دفتر د لومړنیو معلوماتو له مخې: د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې چې تېره شپه د دغه ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د میرګوړي په سیمه کې ترسره شو، یوه ښځه او د هغې دوه کوچني زامن شهیدان او خاوند یې ټپی شوی دی.
د هېواد جمهوررئیس ترسره شوی برید د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو توافقاتو پرخلاف څرګنده سرغړونه وبلله او هغه یې په سختو ټکو محکوم کړ.
جمهوررئیس حامدکرزي د خوست له والي عبدالجبار نعیمي او د هېواد له امنیتي چارواکو سره ټلیفوني خبرې وکړې او د دغه برید د څیړنې لپاره یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
جمهوررئیس کرزی د شهیدانو کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړل او ټپي ته يې د لوی خدای (ج) له دربارڅخه د سملاسي روغتیا هیله وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته