کابل باختر دچنګاښ ٢٦
دبايسکل ځغلولو په هغې سيالۍ کې چې پرون په باميانو ولايت کې ترسره شوه صديق صديقي لومړى مقام وګاټه .
دباختر اژانس دخبرله مخې ، دغه لوبه د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دملي پيوستون داوونۍ په مناسبت له نشه يي توکوسره دمبارزې دوزارت دپاليسۍ د معين جاويد قايم ، دباميانو دوالي دمرستيال محمد اصف مبلغ په وړاندې ترسره شوه اوپکې دکابل ، هرات او دباميانو دولايتونو څه دپاسه ديرشو تنوورزشکارانو ګډون کړي وو .
دغه سيالۍ دباميانو ولايت له نشه يي توکوسره دمبارزې پرخلاف درياست له خوا ترسره شوې وه او نجونو ورزشکارانو دلويديځې دروازې څخه دبند امير تر دروازې دوه څلويښت واټن ووهه .
او دغو سياليو په پاى کې دعقاب د ګروپ څخه صديقې صديقي او نجلا سخي زادې په ترتيب سره لومړى او دويم مقامونه او دصلصال اوشامامې له ګروپ څخه ريحانې محمدي دريم مقام وګاټه .
0 1 دقیقه لوستل