امنیت

په تخارولايت کې دامنيتي حالت دښه والي لپاره هلې ځلې

کابل باختر دمرغومي  دمياشتې ١٦:
په تخار ولايت کې دامنيتي حالت دلازيات ښه والي لپاره هلې ځلې پيل شوې دي او ټاکل شوې ده  چې په دغه ولايت کې  يو نوى ماسترپلان عملي شي.
دتخاروالي  محمدياسين ضيا دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې دلوى رياست  له يوشمير مسوولينو سره وکتل اوددغه ولايت دپرمختګ دلارو  چارو په باب يې  خبرې  وکړي.
دتخارولايت مطبوعاتي دفترديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي  دي  چې ددغه ولايت  سيمه ييز مقامات  دخلکو د ژوندانه دحالت  دښه والي لپاره  يو لړ پروګرامونه  ترلاس لاندې لري   اوپه را روان  پسرلي کې به دغه پروګرامونه تطبيق شي  .
په خبرپاڼه کې  ويل شوي دي  چې دتخار والي په دې وروستيو وختو کې دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له  مشرتابه هيئت سره ددغه ولايت  دچارو دلاښه والي په باب کتلي دي .
ويل کيږي چې په دې کتنه کې يولړ وړانديزونه طرحه شوي دي او ټاکل شوې  ده  چې په نږدې راتلوونکي کې  د هېواد د جمهوررئيس په شتون دافغانستان  کابينې ته وړاندې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته