امنیت

لس کيلوګرامه اپين ضبط شول

کابل باختردلړم دمياشتې٢٧نيټه : لس کيلوګرامه اپين په نيمروز ولايت کې کشف او ضبط شول. د نيمروز د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزي مدير پرويز د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه اپين د زرنج ښار په معصوم آباد کلي کې له يوې ريکشا څخه ترلاسه شول . ده وويل: تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي خو پوليس د دغو نشه يي توکو د ليږدونکو دموندلو او نيولو لپاره هلې ځلي کوي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته