امنیت

په چاودنه کې ديوه قومي مخور او دده دزوى وژل کيدل .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
دلوګر يو قومي مخور له خپل ځوان زوى سره يې په چاودنه کې ووژل شو .
دڅرخ ولسوال خليل الله  کمال دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه چاودنه دڅرخ ولسوالۍ په نوښار سيمه کې هغه وخت وشوه چې دقومي مشر فرهاد دسپرلۍ  موټر له ساحې څخه تيريده چې دچاودنې له امله قومي مخور له خپل ١٤ کلن  زوى سره ووژل شو .
داپه داسې حال کې ده چې طالبان امنيتي  ځواکونو سره له دې وروسته  دمقابلې  توان نه لري ځکه  خلک له امنيتي ځواکونو ملاتړي او له هغوى سره همکاري کوي اوطالبان تل هلې ځلې کوي چې دماينونو په  کارولو سره بې ګناه خلک ووژني .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته