امنیت

عاجل خبر : شپاړلس تنه وسله وال طالبان په غزني کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول

کابل باختر دتلي  شپاړلسمه :
١٦ تنه وسله وال طالبان نن سهار په غزني ولايت کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دغزني دامنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت دباختراژانس خبريال ته وويل دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت دقره باغ ولسوالۍ دموشکي په کلي کې دماين دجوړولو په وخت کې ووژل شول .
سيرت زياته کړه چې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې  يوه ډله وسله وال طالبان  داستوګنې  په يوه کور کې دماين په جوړولو بوخت وو چې څو ماينونه وچاوديدل او ټول يې ووژل شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم                                      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته