سیاست

دکورنيو چارو وزارت په مربوطاتوکې نوې ټاکنې شوې دي

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باختر آژانس ته خبرورکړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوري رياست مقام د ديو حکم په ترڅ کې د کورنيوچا رو وزارت د اتو تنو لوړ رتبه افسرانو ټاکنه منظوره کړې ده. ددغه حکم له مخې:
-پاسوال احمد فيصل بيګزاد د تنظيم او د اداري معينيت د قوتونو د ادارې د لوى رييس په توګه .
– مل پاسوال محمد حکيم نجرابي د تفتيش دلوى رييس په توګه.
– پاسوال سيد عبدالغفار دجنايي تحقيقاتو د لوى رييس په توګه.
– پاسوال عبدالرحيم رحيمي د بلخ ولايت د امنيې قوماندان په توګه.
-مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيتي مرستيال په توګه .
– سمونوال فيض الله د خوست ولايت د امنيې قوماندان په توګه.
-لوى پاسوال فضل الدين عيار د بدخشان ولايت دامنيې قوماندان په توګه.
– پاسوال غلام مصطفى دکندز ولايت د امنيې قوماندان په توګه.
دغه راز د دغه حلکم له مخې: پاسوال عبدالمسعود راغب، مل پاسوال امام الدين او عبدالخليل اندرابي د پيژنتون رياست فعال احتياط ته معرفي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته