سیاست

تبصره :

کابل باختر  دغبرګولي ٢١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي دامريکا او داسلامي نړۍ په نړيوال کنفرانس کې دخپلې وينا په ترڅ کې له هغو مسلو سره اړيکې ونيولې چې په افغانستان  اوسيمه کې يې دډاراچونې پرخلاف جګړه بې نتيجې کړې ده.
دباخترآژانس   سياسي مبصر ليکي :
ډاراچونه يوه نړيواله پديده ده په همدې دليل امريکا له لويديځ سره په اتحاد کې په افغانستان اوسيمه کې  دډاراچونې پرخلاف جګړه پيل  کړه له دغې جګړې څخه نږدې لس کاله تيريږي  ،ددې پرځاى  چې په سيمه کې ډاراچونه ځپل شوې  وي بلکې دافغانستان اونړۍ لپاره  ديو جدي ګواښ په توګه يې بيا په سيمه کې تبارز کړى دى  .
دا چې ولى په جګړه کې بې پروايي وشوه او په  دې اړوند کوم خنډ شته ، دافغانستان داسلامي  جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي په دې  وينا کې ورته پاملرنه وکړه او په  دې کنفرانس کې يې طرحه کړه، دهيواد جمهوررييس وويل  چې په وار وار  يې دامريکا دمتحده ايالاتو له جمهوررييس اوله اروپايي مشرانو سره په دې باره کې خبرې کړې دى چې آيا موږ دډار اچونې پرخلاف جګړه کې بريالي شوي يو ؟  آيا موږ دډاراچونې لپاره کوم تعريف لرو ؟ ډاراچوونکي څوک دي ؟   آيا ډار اچوونکي دافغانستان په کليو اوبانډو کې دي  ؟  آيا موږ دډار اچوونکو خوندي ځايونو او  پټنځايونو ته پاملرنه کړې ده ؟  آيا په هغې جګړه کې چې دډار اچونې پرخلاف ترسره شوه  ، په اسلامي هيوادونوکې  افراطيت کم شوى دى ؟  اويا ډاراچونه او افراطيت پياوړي شوى دى ؟  ځواب يو دى  په يقيني توګه له افغانستان اوپاکستان څخه نيولې ترمالي او نايجريا پورې په اسلامي نړۍ کې  افراطيت زور اخيستى دى .
دکارپوهانو په باور دغه ټولې مسلې يوځاى  شوي دي اوپه سيمه  اونړۍ کې دافراطيت  او ډار اچوونې دنفوذ سبب شوى دى او دافراطيت  او ډار اچونې پرخلاف  دجګړې نتيجه يې سرچينه کړې ده .
په وګړنيو اټکلونو کې په دې اړوند امريکا او لويديځ محکوميږي او آن طرحه کوي چې دا امريکا او لويديځ دي چې په افغانستان اوسيمه کې  يې جګړه پيچلې کړې ده.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس په دې وينا کې له دغې موضوغ سره هم اړيکې ونيولې او په صراحت سره يې وويل چې دغه افراطيت چې په اسلامي نړۍ کې پياوړى شوى دى  آيا د ډاراچونې پرخلاف دجګړې دهيلو پرخلاف  نتيجه نه ده، دځينو کسانو په باور داکار په قصدي ډول دامريکا  او دلويديځوالو له خوا ترسره شوى دى،  ددښمن دمشخص تعريف نه شتون ، په پاکستان کې دډار اچوونکو  خوندي مرکزونه  اوپټنځايونو ته نه پاملرنه  ، دکورونو په لټولو  او شپنيو عملياتو کې  دنړيوالو ځواکونو ناسالم چلند.، له دولت سره دموازي مرکزونو جوړول ، په پټو سترګو دافغانستان په  کليو اوبانډو  په هغو ځايونو کې چې هيڅکله دډارا چوونکو ځاى نه دى اوپه لسګونو نور موارد له هغو مسلو څخه دي  چې دجګړې نتيجه يې سرچينه کړې ده او دامريکا اولويديځ اعتبار ته يې زيان اړولى دى .
په دغه شان  حالت کې څه بايد  وکړو  لاتراوسه پورې  ځنډ نه دى شوى،  اوس هم مناسب فرصتونه په لاس کې شته او هغه دا چې دترويستانو پټنځايونو ته پاملرنه وشي .
پاکستان دى د ډار اچونې  پرخلاف مبارزه  کې صادق کړاي شي،  دډار اچوونکو دمالي اولوژستيکي  ملاتړ چينې وچې  کړاى شي ، دسيمه ييزو اونړيوالو اقتصادي همکاريو فرصتونو ته پاملرنه وشي چې ډار اچوونکي بې وسلې شي  اوپه سيمه کې دهغوى دډار اچونې تومار راتاوکړاى شي  په دې صورت کې سيمه  دډار اچونې له شر څخه  ژغورل کيږي او دامريکا  اولويديځ دغه  ادعا تحقق مومي  چې دډاراچونې پرخلاف جګړه کې دافغانستان برياليتوب دامريکا اودلويديځ برياليتوب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته