امنیت

په قندهار کې د لسو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢۶مه
په قندهار ولايت کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان په دوه بېلابېلو نښتوکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار په ميوند او نېش ولسواليوکې د پوځيانو له خوا بريدونه وشول .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه وسله وال طالبان د ميوند ولسوالۍ په يوه واټ کې د ماين په ښخولو بوخت وو او دغه راز په نېش ولسوالۍکې يې پر يوې پوځي قرارګاه بريد ته چمتو کېدل چې بريدونه پرې وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې د دغې ډلې د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوی څو سپکې او درندې وسلې د پوځيانو لاسته ورغلل.
  ختم_ مينه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته