سیاست

د ملي امنیت سلاکار د قطر له سفیر سره تعارفي کتنه وکړه

کابل/دمرغومي۱٩مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون په کابل کي د قطر هېواد له نوي سفیر سعید مبارک الخیارین سره تعارفي کتنه وکړه.
د ملي امنیت دشورادفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ملي امنیت سلاکار د قطر سفیر ته دنوي ماموریت مبارکي وویل او هغه ته ئې د افغان حکومت له اړخه د هر اړخیزې همکارۍ داډ ورکړی.
نوموړي زیاته کړه، چي افغانستان هیله لري، چي د سولي روان بهیر مثبت لوري ته ولاړ او نتیجه ئې په افغانستان کې د ټولو جنګونو او تاوتریخوالو پای شي.
د قطر سفیر هم په کابل کي پر ماموریت خوښي وښوول او وویل، چې هېواد یې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړی دی او په دې برخه کې هیڅ راز همکاري نه سپموي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته