سیاست

حامدکرزي د چین د بهرنیو اړیکو په پوهنتون کې وینا وکړه حامدکرزی: د افغانستان او امریکا ستراتیژیکې همکارئ به هیڅکله هم له چین سره زموږ اړیکې کمزورې نه کړي

کابل باخترد جوزا دمياشتي ١٧ نيټه :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې مخکې د چین د بهرنیو اړیکو په پوهنتون کې وینا وکړه او په دې باندې یې ټینګار وکړ چې د افغانستان ـ امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ لاس لیک شوي ستراتیژیک تړونونه د افغانستان د ګاونډیانو او هیڅ دریم هېواد په زیان نه دي.

حامدکرزي د دغه پوهنتون استادانو او محصلانو ته وویل: په افغانستان کې د موقتې ادارې له جوړیدو وروسته موږ تل دا هڅه کړې ده چې له نړی، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې ټینګې او خپل بهرنی سیاست داسې عیار کړو چې له یو هېواد سره د نیکو اړیکو او دوستی ټینګښت له بل هېواد سره د اړیکو د خړ پړتیا سبب نه شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل:  افغانستان خپلې اړتیاوې لري او د همدغو اړتیاوو له مخې موږ له امریکا او نورو هېوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاس لیک کړل چې د همکاری همدغه سندونه له نړی سره زموږ اړیکې پیاوړې کوي.

حامدکرزي زیاته کړه: زموږ ګاونډیان او د سیمې هېوادونه باید ډاډه واوسي چې د همکاری دغه تړونونه به هیڅکله هم هیڅ بل هېواد، په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو ته چې په سرکې یې زموږ دوست هېواد چین دی، زیان ونه رسوي .

جمهوررئیس همدا راز وویل: د چين ولسي جمهوریت له افغانستان او پاکستان سره نیکې اړیکې لري او کولای شي پاکستان دېته وهڅوي چې له تروریزم او افراطیت سره په صادقانه او جدي ډول مبارزه وکړي.

د دغې وینا په پای کې حامدکرزي د دغه پوهنتون د چینایي او افغان محصلانو پوښتنو ته، ځوابونه وویل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا باندې ټینګار وکړ، چې برخه والو له خوښی څخه خپلي ولولى څرګندي کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته