امنیت

شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دلړم دريمه :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې په تيرو  څليرويشتو ساعتو کې  دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې  دوسله والو طالبانو دډلې  دڅلورو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون شپيته تنه ډار اچوونکي  وژلي دي.
  په دغو عملياتو کې  اتلس تنه  ډار اچوونکي  ټپيان شوي او د نولسو تنو  مشکوکوکسانو په ګډون  ديرش تنه نيول شوي دي .
  دغه عمليات  دکونړ ، غزني ، پکتيا ، پکتيکا ، لوګر ، روزګان ، نيمروز ، غور  ، بلخ ، جوزجان ، فارياب ، کندز ،  بغلان ، بدخشان او دهلمنددولايتونو  په مربوطاتو کې  ترسره شوي دي.
  ختم- ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته