ټولنه

له يوسلو اتياتنوماشومانو سره مرسته

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢١ :
په تخار ولايت کې د هدف فرهنګي ټولنې  له يوسلو اتيا تنو بيوزلو او يتيمو ماشومانو سره  نغدي مرسته وکړه .
د هدف  فرهنګي ټولنې مرستيال عبدالفتاح مشتاق  باخترآژانس ته  وويل : دغه پروګرام هرکال ددغې ټولنې له خوا دافغانستان په شمال ختيځوولايتونو کې  ترسره کيږي چې د پيسو اندازه يې يو شان نه ده .
ده زياته کړه  ؛ سږکال دغې  ټولنې  له يوسلو اتيا تنو بيوزلو او يتيمو ماشومانو سره چې زياتره يې  ښوونځيو ته ځي  له هريوه  سره  د – ٩١٠٠  _ افغانيو نغدي مرسته وکړه.
د يادونې وړ ده چې  دغه مرستې  د ترکيې هېواد  له  خواترسره شوې  ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته