اقتصاد

په زابل کې بزګرانو ته سل ميټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم ورکول کېږي

-قلات باختر د لړم د میاشتې ۱۳ مه
د زابل ولایت د مرکز قلات ښار په ګډون د ټولو ولسواليو بزګرانو ته د سل ميټريک ټنو غنمو د اصلاع شوي تخم د وېش لړۍ پيل شوه.
د زابل ولایت د کرنې اواوبولګولو رېیس انجینر حفیظ الله د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې دغه تخمونه په دوو برخو وېشل کېږي چې يوه برخه به يې بزګرانو ته په وړيا او بله برخه به يې په شيېته سلنه تخفیف سره ورکړ شي.
هغه له بزګرانو څخه وغوښتل چې د حلال کښت کرکېلې ته مخه کړی او د نشه يي توکو له کرکیلې څخه ځان وساتي.
هغه وايي په تېر کال کې هم د دوي له لوري د کرنې په برخو کې بیلابیل روزنیز او پرمختیايي پروګرامونه پلي شوی دی چې، له امله یې سږ کال په حاصلاتو کې  د تیر کال په پرتله پنځلس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یادونې وړ ده چې، بزګرانو ته  په داسې حال کې د غنمو  اصلاح شوی تخم ورکول کېږي ،چې اوس په دغه ولایت کې د غنمو د کښت وخت دی چې د بزګرانو په خبره دغه تخم به یې د حاصلاتو پر زیاتوالی ښه اغيزه ولري.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته