امنیت

په پکتیکا کې د ۱۵ تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

ښرنه/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۶ مه
د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د برملې ولسوالۍ د مرغۍ په سیمه کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان پرون د افغان ځواکونو له لورې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو عملیاتو کې د پنځلسو تنو وسله والو طالبانو په وژل کېدو سربېره شپږ تنه نور له طالبانو سره د اړیکو په تور هم نیول شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته