کابل/ د مرغومې ۲مه /باختر
په فارياب کې د یو وژل شوي ماشوم د قاتلینو د نیولو هڅې پیل شوې دي.
يو ۹کلن ماشوم پرون د قيصار په ولسوالۍ کې خپل کور ته څېرمه په يو بڼ کې وژل شوى دى.
د عدلي طب څېړنې ښيي چې هغه د سيروم په پايپ سره زندۍ شوى دى.
د دغه ماشوم کورنى وايي چې له هيچا سره دښمني نه لري.
هغوى له امنيتي ځواکونوغواړي چې د دوى د زوى قاتلین ونيسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د فارياب ولايت يو امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې د قاتلینو د پیدا کولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
ج-ا