امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

 نورستان_باختر د چنګاښ د مياشتې٢٩ مه
د څلورو تنو پاکستاني جګره مارانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې ووژل شول.
دغه يرغلګر نن سهار له ډيورنډکرښې څخه له تېريدو وروسته غوښتل په کامديش ولسوالۍ کې په افغان سرحدي مامورينو بريد وکړي چې د پوځيانو په ډزوکې ووژل شول.
د افغانستان د سرحدي پوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: وسله وال طالبان له پاکستان څخه راغلي وو او غوښتل يې چې په سرحدي پوليسو بريد وکړي چې د پوليسو په ډزوکې ووژل شول.
ويل کيږي، په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ډيورنډکرښې ته څېرمه د کامديش ولسوالۍ تل د پوځيانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې ډګر دى.
پوځيان وايي چې طالبان په پاکستان کې سمباليږي او په آزادانه ډول د پاکستاني پوستوترڅنګ له ډيورندکرښې څخه تيريږي او په افغان پوځيانو بريدونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته