امنیت

په هرات کې يوديرش کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول .

کابل باختر د سلواغې څليرويشتمه :
  يو ديرش کيلوګرامه  نشه يي توکي پرون په هرات ولايت کې ترلاسه شول .
   دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده باختراژانس ته وويل  چې ددغې قوماندانۍ پوليسو  څليرويشت کيلوګرامه  ښيښه  او اووه کيلوګرامه کرستال  چې ديو باروړونکي  موټر په واسطه  ايران ته لېږدول کيدل  دهرات  _ اسلام قلعه دلويې  لارې په اوږدو کې کشف اوضبط کړل .
ده زياته کړه چې  پوليسو  ددغو توکو  دقاچاقو په اړوند  يو تن نيولى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته