ورزش

د هېواد د کرکټ ملي ټیم نړیوال ریکارد ټینګ کړ

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د هند په دهرادون کې، له ایرلند ټیم سره په دویمه لوبه کې نړیوال ریکارد ټینګ کړ.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شنبې په ورځ خپل ایرلندي سیال ته د ۸۴ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د هېواد د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په خپله دویمه ۲۰ آوریزه لوبه کې د ایرلند ټیم په وړاندې درې نړیوال ریکاردونه مات او درې نور یې ټینګ کړل.
فرید هوتک وویل چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم یو غړی حضرت الله ځاځي په دې لوبه کې د ۱۶۲ منډو په ترسره کولو سره وکولای شو نړیوال ریکارد ټینګ کړي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته