سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د مرسته کوونکو هېوادونو د ناستې لپاره د چمتوالي په خاطر غونډه جوړه شوه

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د ناستې په موخه د چمتوالي د نیولو لپاره غونډه جوړه شوه. 
دجمهور رييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ

په دې غونډه کې چې پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه، په نږدې راتلونکې کې د جوړیدونکې غونډې د اجندا په اړه چې ډېر تمرکز به یې د افغانستان د اقتصادي سکټور پر پیاوړتیا وي، بحث او خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د شویو ژمنو پر عملي کېدو او د ستونزو پر عملي حل لارو ټینګار وشو.
په همدې ډول د اتباعو د میثاق، د مالي ګواښونو او د اقتصادي بسیاینې په لور د تګ، د اقتصاد په پوهاوي او پیاوړتیا کې د خصوصي سکټور او مدني ټولنې د رول، د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د لنډ، منځ او اوږد مهالو لومړیتوبونو د پیژندنې، د حکومتوالۍ په بېلابېلو برخو د هغې له جملې څخه د بانکوالۍ د سکټور، ښې حکومتوالۍ، انتخاباتي اصلاحاتو، د عدلي او قضایي نظام او د افغانستان د حکومت د پرځان د متکي کېدو د پروګرام د موادو د عملي کېدو د مواردو په اړه د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د پالیسۍ پر پلي کېدو بحث او خبرې وشوې.
همدا راز د کانونو، کرنې، سوداګرۍ، ښاري پراختیا، او د سیمه يیزې حکومتوالۍ په برخو کې د هغو پیغامونو په باب خبرې وشوې چې باید د افغانستان د دولت له خوا مرسته کوونکو هېوادونو ته ورکړل شي.
جمهور رئیس غني په دې غونډه کې برخه والو ته په بېلابېلو برخو کې د موجود ستونزو د هغې له جملې څخه د نشه یي توکو، اداري فساد، د پانګه والو او سوداګرو پر وړاندې د پرتو ننګونو، د وزارتونو ترمنځ د کاري تداخل، او همدا راز د افغانستان له لومړیتوبونو او ستونزو څخه د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د نا خبرۍ په باب معلومات ورکړل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د ستونزو د حل لپاره دې خپل ځانګړي وړاندیزونه د مرسته کوونکو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو هغې غونډې ته برابر کړي چې په نږدې راتلونکې کې  جوړیږي.
جمهور رئیس هغوی ته وویل چې د خپلو وړاندیزونو د جوړولو پرمهال دې د ښځو، ځوانانو او بې وزلو رول په پام کې ولري او خپل تصمیمونه دې د یوې اجماع له مخې ونیسي.
د غونډې په پای کې جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا موجودې ستونزې ومنلې او څرګنده یې کړه چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره  د شفافیت او حساب ورکونې د اصل په پام کې نیولو سره ځانګړي پروګرامونو ترلاس لاندې لري.
په دې غونډه کې د مالیې، کرنې او اوبو لګولو، سوداګرۍ او صنایعو، کانونو او پیترولیم، فواید عامې، اقتصاد او د کلیو د بيا جوړولو پراختیا وزیرانو، د جمهور رئیس ستر اقتصادي سلاکار، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، د سیمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې معین، د کار او ټولنیزوچارو وزارت معین، د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون رئیس، د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون ریسې، د افغانستان بانک رئیس، د ملي تدارکاتو د ادارې رئیس او د مالیې وزارت د پالیسۍ رئیس حضور درلود.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته