زرنج/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
د نيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې پرون د اتو کيلومترو په اوږدوالي د يوه سړک د جوړولو کار پيل شو.
د نيمروز ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول خالد پرواني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه سړک دکار دپيل په مراسموکې د نيمروز والي انجنير محمد سميع او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د خلکو استازې فريدې حميدي او د دولتي ادارو يوشمېر مسوولينو گډون کړى و.
په دغو مراسموکې د نيمروز والي وويل چې دغه سړک د اتو کيلومترو په اوږدوالي او د ٣ ميليونو ٩٠٠ زره افغانيو په لګښت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست له بودجې څخه پرې کريړ اچول کيږي.
ده وويل: د دغه سړک د جوړولو کار تر دوو مياشتو پورې بشپړيږي او څه ناڅه شل کلي سره نښلول کيږي .
د يوبل خبرله مخې:
د نيمروز ولايت په زرنج ښارکې د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
0 1 دقیقه لوستل