ټولنه

په کابل کې داور لګيدنې له امله يو تن ووژل شو

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٤ :
دکابل دميرويس ميدان مينې  په ساحه کې  د اورلګيدنې له امله  ځاني او مالي زيانونه رامنځته شوې دي .
دباخترآژانس دخبرله مخې :  اور نن له غرمې مخکې په نهو بجو او پنځلسو دقيقو اباسين ځدران په لس پوړيزه ودانۍ کې ولګيد.
يو امنيتي خبرځاى وايي چې لومړني اطلاعات ښيي چې اور دبريښنا دشارټۍ له امله لګيدلى دى .  خو ددغه مارکيټ  يو شمير هټيوال دغه پيښه ورانکاري او يا هم قصدي عمل بولي  . 
يوشمير هټيوال وايي چې لومړى  مارکيټ ته د ځانمرګي بريدکوونکي ديرغلګر  آوازې خپرې شوې   له هغه وروسته چې ټول له مارکيټ څخه ووتل  دمارکيټ په لسم پوړ کې  اورلګيدنه ترسترګو شوه  چې  ډير ژر يې پراختيا وموندله .
په دغه مارکيټ کې څه ناڅه زر  دوکانونه فعال و .  دغو دوکاندارانو دغه راز ادعا وکړه چې داور وژنې  موظفين  له ٤٠ دقيقې ځنډ وروسته دپيښې سيمې ته ورسيدل .
د غه راز  دکافي تجهيزاتو نشتوالي داور وژنې دموظفينو دکار دګړنديتوب خنډ شول.
داور وژنې موظفينو داسې وسايل نه درلودل  چې  اور  له لسم پوړ کې کنترول کړي.
يوشميردوکاندارانو دغه راز  ادعا وکړه چې  په دې پيښه کې څوتنه وژل شوي     دي او يوشميرنور هم  د اوردلوګي له امله  زيانمن شوي دي .
په داسې حال کې چې تراوسه پورې  داباسين ځدران په مارکيټ کې له اورلګيدنې څخه څه ناڅه پنځه ساعته تيږي  خو دکابل داور وژنې موظفينو تراوسه پورې  داور  په کنترولو نه دي بريالي شوي.
د کابل ولايت دامنيې  قوماندانۍ وياند بصيرمجاهد تائيد کړه چې يو تن په دې پيښه کې وژل شوى دى .
دغه سړي  دزياتې وارخطايئ له امله ځان   ددغې  ودانۍ له پورتني پوړ څخه   
را وغورځاوه او مړ شو  .
مجاهد دغه ادعا  ردوي چې ګنې داور  وژنې موظفين  په ځنډ سره دپيښې سيمې ته ورسيدل.
ده وويل   د اور وژنې موظفين دکابل د اور وژنې له څو مرکزونو څخه  ساحې    ته ورسيدل  او دغه راز دملي اردو  داور وژنې منسوبينو هم  له پوليسو سره   دهمکارۍ په  خاطر اقدام وکړ.
بصير مجاهد وويل ؛  له دې  امله چې ددغه ستر مارکيټ زياتره  دوکانونه له  جامو  او کيمياوي  توکو څخه  ډک دي  له اور سره مقابله يې سخته کړې ده .
خو بيا هم داور وژنې پوليس د اور  دکنترولولو په  حال کې دي او په برياليتوب سره عمل کوي.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  دغه ادعا چې  ګنې پيښه د يوه  ورانکاره عمل  زيږنده  ده   له وخت څخه  مخکې خبره وبلله او ويې ويل :  يو تخنيکي ټيم دپيښې  څرنګوالى  څيړي چې  ددغه ټيم له څيړنو وروسته  کولاى شو دپيښې دڅرنګوالي  په باب څرګندونې وکړو.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته