کابل باختردمرغومى ٢٢ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر لیون پنیتا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي موافقه لیک په اړه وویل:" زه باور لرم چي د دغه سفر په بهير کې به افغانستان او امریکا د یو دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک پر طرحې باندې کار وکړي چې د دواړو هېوادونو ګټې پکې تضمین وي."
حامدکرزي ته، په سیمه يیز وخت پرون له غرمې مخکې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د یو لړ خاصو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې په پینټاګون کې تود هرکلی ووایه.
وروسته د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول او د توپ ۲۱ ډزې وشوې د پینټاګون د تشریفاتو ګارد معاینه او د هغه د احترام مراتب یې ومنل.
حامد کرزي همدا راز د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په۱۱ مه نېټه په پنټاګون باندې د القاعدې سازمان د برید له سیمه او د دغې نېټې د قربانیانو د یاد ځای وکوت .
د هېواد جمهوررئیس د امریکا د دفاع له وزیر سره په کتنه کې وویل: زه خوشحاله یم چې د روان کال په بهير کې به له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد پینځم او وروستی پړاو اعلام او د هېواد بشپړ امنیتي مسوولیتونه به افغان امنیتي ځواکونه پخپله غاړه واخلي.
حامدکرزي په تیرو یولسو کلونوکې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو اوسمبالولو له امله د امریکا له متحده ایالاتو او له خپلو نورو نړیوالو متحدینو څخه مننه او قدرداني وکړه.
د هېواد جمهوررئیس پنیتا ته وویل:" ښاغلی وزیر زه تاسو ته ډاډ درکوم چې افغانستان به ستاسو په مرسته او همکاري وکولاى شي چې د خپلو خلکو امنیت ټینګ او د خپلې خاورې سرحدات پخپله وساتي ترڅو افغانستان هیڅکله هم د تروریستانو له خوا له پولې له اخواڅخه نه و نه ګواښل شي."
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا په داسې حال کې چې د امریکا او افغانستان ملګرتیا یې بریالې وبلله، وې ویل: زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د امریکا متحده ایالات او د دغه هېواد د دفاع وزارت په بشپړه توګه ژمن دي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي ترڅو هغوی خپله خاوره پخپله وساتي.
د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان او امریکا اړیکو ته اشاره وکړه، وې ویل: دواړو هېوادونو په تیرو یو لسو کلونوکې له ترهګری سره د مبارزې په لاره کې قربانی ورکړي دي او دغو قربانیو د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې ټینګ اتحاد جوړ کړی دی چې هیڅکله به هم مات نه شي.
پنیټا، د افغان ځواکونو زړورتیا او مهارتونه وستایل، وې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه د هرې ورځې په تيریدو سره له ځانه دا وړتیا ښکاره کوي چې دوی په جرات، میړانې او ځواکمنی سره د خپل هېواد امنیت تامینوي او د افغانستان لپاره د یو خوندي راتلونکي ضمانت کوي.