کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
اووه تنه وسله وال طالبان په هرات ولايت کې دپوليسو له ځواکونو سره په نښته
کې ووژل شول .
د پوليسو څلورم سرحدي زون قوماندان جنرال محمد جمعه عديل دباختر آژانس خبريال ته وويل : جګړه دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ د کلاته نظر په ساحه کې تيره شپه هغه ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په دغې ساحه کې دسرحدي پوليسو د سرتيرو په امنيتي پوليسو بريدونه وکړل.
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دې نښته کې چې دوه ساعته روانه وه ، اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
جنرال عديل وويل : دنښتې په بهير کې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوليسو د ځواکونو لاسته ورغلي دي .
په دې جګړه کې دپوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
0 1 دقیقه لوستل