ښوونه او روزنه

په کندز ولايت کې ددرسي خونو دنشتوالي ستونزې لرې کيږي

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٣ :
دکندزولايت دچاردرې ولسوالۍ دچاري دنجونو دليسې نوې ودانۍ  پرون ددغه ولايت  دپوهنې رياست دمسوولينو له  خوا پرانستل شوه اوگټي اخيستنې ته وسپارل شوه .
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :  دغه ودانۍ دآلمان  د جې  آى زيد   ددفتر په مالي مرسته  دڅلورو مليونو افغانيو په ټول لګښت دسيمې دخلکو له خوا پوهنې ته د دوه  جريبه  ورکړاى شوې ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول  جوړه شوې ده.
دغه ودانۍ څلور درسي  او دوه اداري  خوني او نور ضروري ملحقات لري چې په  جوړيدوسره يې ددرسې خونو دکمښت له پلوه دزده کوونکو ستونزه لرې شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته