فرهنګ

حسينه ساپۍ: ملي ټلويزيون د هېواد د ملي فرهنګ په وده او منعکس کولوکې اساسي رول لري

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۲۹مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن  د ملي راډيو ټلويزيون  له لوى رييس سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې ملي ټلويزيون د هېواد د ملي فرهنګ په وده او منعکس کولوکې اساسي او ارزښتناک رول لري.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د ملي راډيو ټلويزيون د لوى رييس په توګه د محمد اسماعيل مياخېل د ټاکنې له امله مبارکي وويله او په کاري چاروکې يې هغه ته د زياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
حسينې ساپۍ هيله څرګنده کړه چې د ملي راډيو ټلويزيون نوی رييس وکولاى شي د دغه بنسټ په بېلابېلو چارو کې مثبت او اغېزمن بدلونونه رامنځته کړي او د فرهنګي پروګرامونو او د ملي فرهنګ د ودې په منعکس کولوکې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره په همغږۍ پرله پسې او ارزښتناکې هلې ځلې وکړي.
د ملي راډيو ټلويزيون لوى رييس محمد اسماعيل مياخېل هم په خپلو خبروکې په بېلابېلو چاروکې د ملي راډيو ټلويزيون د حالت د لاښه والي په لاره کې د خپلو پروګرامونوپه باب معلومات ورکړل .
ده دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ، د هېواد د ملي فرهنګ د ودې په مقصد د ځانګړو فرهنګي پروګرامونو د منعکس کولو ډاډ ورکړ.
دغه راز ده څرګنده کړه چې په هغو لږو امکاناتو سره سره چې په واک کې لري، بيا هم  هلې ځلې کوي، ترڅو په دغه بنسټ کې مثبت او اغېزمن بدلونونه رامنځته کړي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته