امنیت

په زابل کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

 قلات/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲ مه
د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د خان کلي په سیمه کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
ځايي چارواکي وايي چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوی توغندی په یوه کور کې لګېدلي چې له امله یې یو تن قومي مشر ټپی شوی دی.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د تېرې شپې په پېښه کې ټپی شوی قومي مشر روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته