سیاست

جمهور رئیس غني: د خبریالانو د اساسي حقونو او امتیازاتو د تامین په هکله دې بحث وشي

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې ١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد د رسنیو استازو سره د کتنو په لړ کې تېر ماښام د ژورنالیستانو فدراسیون او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو غړیو له سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د فدراسیون غړیو د خپلو فعالیتونو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او وې ویل، د یاد فدراسیون غړي زیات شوي او د خبریالانو صنفي بنسټونه له دې فدراسیون سره د یو ځای کېدو په حال کې دي، چې دا کار د مسایلو په اړه د توافق په خاطر د اجماع د رامنځته کولو کار اسانه کوي.
هغوی د بیان ازادي د پیاوړتیا او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د رسینو اړوند قوانینو د ښه تطبیق په هکله د جمهور رئیس د وروستی حکم مننه وکړه او د دې حکم د تطبیق د تعقیب غوښتنه یې وکړه.
په همدې ترتیب د ژورنالیستانو فدراسیون او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو غړیو وړاندیز وکړ، چې په کابل کې دې د خبریالانو سراسري ملي کنګره جوړه شي، تر څو د خبریالانو د خبري پوښښ او ټولو فعالیتونو د څرنګوالي لارښود تصویب کړي.
جمهور رئیس غني د ژورنالیستانو فدراسیون او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، تاسو په خپل منځ کې پرېکړه وکړئ چې د یاد حکم مواد او په دولت پورې اړوند ټول موضوعات او همدارنګه د هېواد خبریالانو ته رسیدګي دافغانستان د رسنیو عالي شورا او یا د ژورنالیستانو فدراسیون او حکومت په ګډه  وڅاري.
محمد اشرف غني په کابل کې د خبریالانو د سراسري ملي کنګرې د جوړولو په هکله د ژورنالیستانو فدراسیون د غړیو د وړاندیز په هکله وویل، دولت  به په دې برخه کې د رسنیو دخپلواکي خوندیتوب ته په پام همکاري وکړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، زه په خپله دې ته تیار یم چې د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي په خاطر د وجهي صندوق د پیاوړتیا لپاره په هېواد او بهر کې مرستې جلب کړم. هغه زیاته کړه، د دې صندوق مدیریت دې په خپله رسنۍ وکړي، تر څو د بیان د ازادي د ملاتړ په خاطر په پوره شفافیت له هغه څخه د قربانیانو کورنیو په ځانګړي ډول خبریالانو سره مرسته وشي.
جمهور رئیس زیاته کړه، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د خوندي کاري فضا د برابرولو په خاطر د ملي رادیو تلویزیون په ګډون له دولتي تاسیساتو څخه هم ګټه اخیستلی شي ، خو رسنۍ باید په دې برخه کې په مشخصه طرحه کار وکړي.
محمد اشرف غني وویل، د خبریالانو په اساسي حقونو او امتیازاتو دې بحث وشي او دا دې روښانه شي، چې  رسنۍ د خبریالانو او ټولو کارکوونکو پر وړاندې څه مکلفیتونه لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د هغې پېښې په هکله چې په پایله کې یې د هېواد تکړه خبریال محمدزبیر خاکسار شهید شو، جدي او هر اړخیزې څېړنې جریان لري.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د تلویزیونونو د ډیجیټل کولو قرارداد باید واروزل شي، تر څو دا موضوع روښانه شي چې یاد قرارداد انحصاري نه دی.
جمهور رئیس د ژورنالیستانو فدراسیون او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو غړیو ته په خطاب کې وویل، په خپله د بیان ازادي تعریف او کاري خپلواکي خوندي کړئ، دولت د اسانچاري رول لري او دا موضوع باید درک کړو، چې موږ ټول په یوه کښتۍ کې سپاره یوو او اصلي منزل ته د دې کښتۍ رسېدل زموږ ټولو دنده ده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته