کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٢٢ :
دهرات ولايت په غوريانو ولسوالۍ کې نن د دوو چاودنو مخه ونيول شوه.
دوه ماينونه چې دملکي وګړو دوژلو په موخه دغوريانو ولسوالۍ په صبول کلي کې ځاى پرځاى شوي و ،دغوريانو دپوليسو له خوا کشف او دامنيې قوماندانۍ دانجينرۍ ټيم له خوا شنډکړاى شول.
د هرات ولايت يوه امنيتي مقام دباخترآژانس خبريال ته وويل : طالبانو غوښتل ددغو ماينونوپه ښخولو سره ملکي وګړو ته خونړۍ پيښې رامنځته کړي چې په دې کار بريالي نه شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ