فرهنګ

حسينه ساپۍ: افغان ښځې دسولې په بهيرکې ګټور رول لري

کابل/ د ليندۍ ١٦مه /باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ ( ښځې، د سولې او سوکالۍ استازې دي) کنفرانس ترڅنګ د اندونيزيا د بهرنيو چارو له وزيرې ريتنو مرسودي سره په خبري غونډه کې ګډون وکړ.
په پيل کې د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې د حسينې ساپۍ په مشرۍ له افغان ښځو سره  د کتنې او خبرو له امله خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې اندونيزيا داسې هېواد دى چې ډېرې مسلمانې ښځې لري چې شمېر يې ٥٦٢ ميليونو ته رسېږي او د اندونيزيا په سلوکې ٨٧ وګړي مسلمانان دي.
هغې زياته کړه: اندونيزيا  داسې هېواد دى چې دموکراسۍ  پکې زياته وده کړې ده .او تاسې کولاى شئ  په اقتصادي اوسياسي برخو کې دښځو ګډون وګورئ .
هغې زياته کړه چې  اندونيزيا  د لومړي ځل لپاره له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پورې لومړنۍ ښځينه جمهوره رييسه درلوده، هغه له ١٩٩٩ تر ٢٠٠١ کال پورې د اندونيزيا د جمهور رييس مرستياله وه. د لومړي ځل لپاره دپارلمان رييس يوه ښځه ټاکل شوې ده. د اندونيزيا د ماليې وزيره ښځه ده او زه هم د اندونيزيا د بهرنيو چارو لومړنۍ وزيره او يوه ښځه يمه.
هغې وويل: اصلي پوښتنه دا ده چې څنګه کولاى شو ښځو ته زيات قدرت ورکړو چې هغوى وکولاى شي له کوم خنډ پرته په ټولو فعاليتونوکې  فعال ګډون ولري. د هغې په نظر، په دغه بهيرکې دښځو د مهم رول لپاره دا ټکي اړين دي: په لومړي  ګام کې ښوونه او روزنه او د ظرفيت لوړول، په دويم ګام کې د کورنۍ ملاتړ، په درېم ګام کې د ټولنې ملاتړ او په څلورم  ګام کې د ښځو د ملاتړ لپاره د دولت له خوا د پاليسيو تدوين او تطبيق دى.
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې د سولې په اړه وويل: موږ په افغانستان کې دوامداره سوله غواړو، په همدې دليل په  ٢٠١٧ کال کې اندونيزيا ته د جمهوررييس غني له سفر وروسته د اندونيزيا جمهوررييس جوکو ودودو په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه. ما، زموږ له جمهور رييس، د افغانستان له حکومت، د امريکا متحدو ايالاتو، پاکستان، جرمني، ناروې او نورو هيوادونو له حکومتونو سره په خپلو خبروکې د سولې په ټينګښت کې د ښځې، پر رول  زيات تمرکز کړى دى.
اندونيزيا نه يواځې په دوه اړخيزه کچه، بلکې په نړيواله کچه د افغانستان د سولې په بهيرکې همکارۍ ته چمتو ده.
هغې وويل: د بېلګې په ډول څو ورځې مخکې د امريکا متحدو ايالاتو په نيويارک کې د لومړۍ مېرمنې رولاغني په حضورکې، زه د افغان ښځو د دوستانو ډلې افتخاري غړې وټاکله شوم او زه به له دې لارې هلې ځلې وکړم چې له افغان ښځو سره مرسته وکړم. زه خوشحاله يمه چې په افغانستان کې د سولې او پيوستون د ټينګښت لپاره د افغان ښځو د ټينګې ارادې شاهده يمه چې دغه ټکى د افغان ښځو د ملي اجماع په پرېکړه ليک کې چې زما خور حسينې ساپۍ څرګند کړ؛ هم تصويب شوى دى.
دا په حقيقت کې په افغانستان کې د دايمي سولې د ټينګښت لپاره يومهم ګام دى او اندونيزيا  په دغه بهير کې  زياته همکاري کوي .
هغې وويل: اندونيزيا غواړي  د خبرو او تبادل نظر له لارې په افغانستان کې د ښځو پر حالت ځان ښه خبر کړي او موږ چمتو يوو له تاسو څخه واورو او د خبرو له لارې کولاى شو له خپلوګډو تجربو په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ لپاره کار واخلو .
  هغې وويل: د دغو خبرو پروګرام څلور ځانګړې موخې درلودې: په بېلابېلو برخوکې د افغان ښځو د رول لپاره د زمينې برابرول، د سولې او د يو او بل منلو د فرهنګ رواجول، د يو او بل له خوا ښځو ته د قدرت ورکولو د ارزښتونو منل او په وروستي ګام کې د خبرو اترو تطبيق او عملي کول.
وروسته د اطﻻعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په خپلو خبرو کې د افغان ښځو ترمنځ د باور جوړولو روحيې د پياوړتيا او د سولې د پيغام  راوړونکو په توګه د ښځو د رول په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د افغانستان حکومت، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د اندونيزيا  د حکومت ملاتړ ګټور او مهم بولي او د دغو اړيکو د ودې او ټينګښت غوښتنه کوي او زياته يې کړه چې اوسني حالت ته د اندونيزيا د ښځو د رسېدو په لاره کې د دوى تجربې کولاى شي خپلو موخو ته د افغان ښځو د رسېدلو لپاره ګټور رول ولري .
هغې وويل: دغه شان پروګرامونه ګډو موخو ته  چې په بېلابېلو برخوکې د ښځو د رول پياوړتيا ده، د رسېدو لپاره د زياتې همغږۍ زمينه برابروي او په بېلابېلو برخوکې د ښځو د فعاليت د خوندي راتلونکي لپاره مشخص تګلورى برابروي.
په وروستيوکې د افغان ښځو ترمنځ د ملي اجماع د رامنځته کېدو په موخه يوه اجرايي کمېټه جوړه شوه.
په دې کميټې کې  د لومړۍ مېرمنې دفتر، سولي عالي شورا، د ښځو چارو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، افغان ښځو شبکې، مدني ټولنې او د نورو جوړښتونو استازيو غړيتوب لاره. د دې لپاره چې د سولې بهير اغېزمن او ټول شموله وي، دې کمېټې په کابل او ولايتونوکې د ښځو غوڼدې جوړې کړې. په ولايتونوکې  ١٥ زره ښځو او په کابل کې ٤ زره ښځو په دغو غونډوکې ګډون وکړ .
په غونډو کې درې پوښتنې طرح  شوې: د سولې تعريف، د سولې مخې ته پرتې  ستونزې او د افغان ښځو له نظره د دغو ستونزو د حل لارې.
په پاى کې د ٢٠١٨ د اګست په  ١٥ مه، په پنځلسو مادوکې يوه اعلاميه تصويب او د هېواد جمهوررييس ته وړاندې شوه چې د جمهوررييس د هرکلى  وړ وګرځېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د خپلو خبرو په دوام په بېلابېلو برخوکې د ښځو د ګډون د ملاتړ لپاره د افغان حکومت د پروګرامونو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې سوله يو دوامدار بهير دى چې له ديالوګ  څخه  پيل کېږي او د موافقه ليک پر  عملي کېدو پاى ته رسېږي.
په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د افغانستان د حکومت په استازيتوب د دغې غونډې د جوړولو په خاطر د اندونيزيا له حکومت او په کابل کې د دغه هېواد له سفارت څخه مننه وکړه او د افغانستان د سولې په بهيرکې يې د اندونيزيا د همکاريو قدرداني وکړه.
پاى/ج/اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته