کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٢ نيټه :
د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين سيد آقا حسين فاضل سانچارکي په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين او د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې يو شمېر غړو د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي د قضيو د دوسيو د څيړنې او په دې مسئله کې د دغې کمېټې د زياتې همغږۍ په باب خبرې اترې وکړې.
دغه راز سيد آقا حسين فاضل سانچارکي د خبريالانو پر خلاف د تاوتريخوالي د قضيو د دوسيو د څيړنې په چاروکې د کميسيون د غړو او د اړوندو بنسټونو ترمنځ په زياتې همکارۍ ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې د کاليزې د نمانځنې په باب هم خبرې وشوې او په دې برخه کې يو لړ تصميمونه ونيول شول.
د حکومت او رسنيو ګډه کمېټه يو کال مخکې د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي د قضيو د دوسيو د څيړنې په مقصد جوړه شوه او د دې ترڅنګ يې د هېواد د رسنيو ملاتړ په خپل لومړيتوب کې نيولى دى.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل