سیاست

د وزيرانو شورا دکام اير دهوايي شرکت پرخلاف دقاچاقو د تور موضوغ وڅيړله.

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
د وزيرانو شورا  دکام اير دهوايي شرکت پرخلاف  دقاچاقو د تور موضوغ وڅيړله.
د وزيرانو شورا غونډه نن له غرمې مخکې دکام اير دهوايي شرکت پرخلاف دنشه يي توکو دقاچاقو د تور موضوع وڅيړله.
دافغانستان حکومت د امريکا دسفارت له لارې په دې برخه کې دسندونو اومدارکو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه چې دغه سفارت تراوسه پورې د هغو په وړاندې کولو نه دى بريالى شوى .
د افغانستان داسلامي جمهوريت دولت پرځاى باله چې د امريکا دمتحده ايالاتو  ځواکونو مخکې له دې چې دکام اير پرخلاف دغه شان ادعا مطبوعاتو ته طرحه کړي، د دولتونو ترمنځ دمعمولي چلند له مخې دغه قضيه يې له سندونوسره  دافغانستان له اړوندو ادارو سره  طرحه کوله.
د افغانستان داسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا په داسې حال کې دکام اير دهوايي شرکت له خوا دنشه يي توکو دقاچاقو د تور په باب د امريکا دمتحده ايالاتو دپوځي اعلاميې خپرېدل غيرمسوولانه عمل بولي؛ په کابل کې د امريکا له سفارت څخه غواړي چې په دې برخه کې خپل سندونه، شواهد او مدرکونه دافغانستان دولت ته وسپاري.
که چيرې دغه ادعا ثابته نه شي؛ دافغانستان دولت  دحقوقي حيثيت  داعاده کولو او د دغه اعلام له امله د زيان دجبيره کولو غوښتنه کوي چې د کام اير شرکت ته اوښتى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته