امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو دډلې ديوغړى نيول کېدل .

کابل دچنکاښ ٥مه / باختر :
دطالبانو دډلې يوغړى په ننګرهار کې ونيول شو .
ملا فضل منان  تېره شپه  په ګوشتې ولسوالۍ کې هغه وخت ونيول شو چې يوبم يې په لاس کې و .
دننګرهار درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې دغه يرغلګر دطالبانو په ډله کې دغړيتوب او په ننګرهار کې   په څو ډار اچوونکو برېدونوکې دګډون اعتراف کړى دى .
هغه دغه راز ويلي دي چې په پوځيانو يې  دبريد هوډ درلود .
طالبانو  تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
  ختم _ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته