کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې د جاپان له سفير هيرو شي تاکاهاشي سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ .
په پيل کې د هېواد د بهرنېو چارو وزير په کابل کې د جاپان له سفير سره دکتنې له امله خوښي څرګنده کړه او د هېواد د حالاتو، وروستيو برياليتوبونو او دافغانستان د اسلامي جمهوريت د حکومت د سولې د هڅـــو په باب يې خبرې وکـــړې.
د بهرنيو چارو وزير د افغانستان مهم ملاتړى ا وهمکار وباله او په بيلابيلو برخو کې په تيرو کلونو کې د دغه هېواد د همکاريو له امله مننه وکړه .
وروسته په کابل کې د جاپان سفير د بهرنيو چارو له وزير سره د کتنې له امله خوښي څرګنده کړه او د کاري لومړيتوبونو او د سولې اوثبات په لاره کې دافغانستان د اسلامي جمهوريت د حکومت د هلو ځلو په باب يې خپل نظر دبهرنيو چارو له وزير سره طرحه کـــړ.