روغتیا

د عامې روغتیا وزارت، خپل کاري پلانونه د سره صلیب له نړیوالې کمېټې سره شریک کړل

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له استازي سره په کتنه کې، د دغه وزارت پر لومړیتوبونو خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې ډاکټر قلندر عباد د سره صلیب له همکاریو مننه او قدرداني وکړه او ويې ویل: هغه بنسټونه چې په دغو سختو شرایطو کې په افغانستان کې پاتې شوي دي؛ د عامې روغتیا وزارت تر ټولو مخلص، صادق، ژمن او له ښو همکارانو څخه دي.
ډاکټر قلندر په روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د پولیو واکسین د تطبیق، له کرونا ویروس سره د مبارزې، خوار ځواکۍ، د روغتیا/صحتمندي پروژې د دوام او په نورو روغتیایي برخو کې، خپل کاري پلانونه د سره صلیب له استازي سره شریک کړل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا/صحتمندي پروژې بیا پیل د دغه وزارت یو کاري لومړیتوب وباله او د سره صلیب له استازي یې وغوښتل چې د دې پروژې د ملاتړ لپاره له نړیوالو بنسټونو سره خبرې وکړي.
هغه همدارنګه، د روغتیا په سکتور کې له فساد سره پر مبارزې، شفافیت او حساب ورکولو ټینګار وکړ او له نړیوالو روغتیایي همکارانو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
دغه راز د سره صلیب استازي له عامې روغتیا وزارت سره د دې ادارې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې له نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه نړیوال بانک سره به د هغوی د مرستو د دوام په اړه خبرې وکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته