خبرونهامنیت

افغان ځواکونو په ننګرهار کې ۲۵ ماینونه شنډ کړل

 کابل / د چنګاښ ۴ مه / باختر

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې افغان ځواکونو د ننګرهار په ۳ ولسوالیو کې ۲۵ ماینونه شنډ کړي دي.

د سېلاب قول اردو د معلوماتو له مخې؛ دغه ماینونه د ننګرهار په شېرزادو، کامې او حصارک ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې شنډ شوي دي.

په ورته  وخت کې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو طالب چې غوښتل یې د برېښنا پايې  ته ماین کېږدي، خپل ماین پرې چاودنه کړې او وژل شوی دی.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته