
کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی معین او ۳ رئیسان په رسمي ډول د دغه وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، شیخ مدار علي بامیاني د دغه وزارت د ښاري چارو د مرستیال په توګه او درې رئیسان د وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل.
سرپرست وزیر نویو ګومارل شویو کسانو ته د نوې دندې مبارکۍ ترڅنګ دوی ته په ورسپارل شویو دندو کې د بریا هیله وکړه او هغوی یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
ښاغلي نعماني عزم، تصمیم، نیت او اخلاص د ورځنیو چارو د پرمخ بیولو لپاره مهم وګڼل او نویو ګومارل شویو اشخاصو ته یې له خدای ج څخه د خدمت کولو د توفیق غوښتنه وکړه.
د چارو ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني په دغو مراسمو کې وویل، چې دنده امتیاز نه، بلکې ستر مسؤلیت دی او باید په سمه توګه ترسره شي.
ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علي بامیاني د اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې پر ده یې باور وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په بشپړ اخلاص او پوره امانت دارۍ به ورسپارل شوې دنده پر مخ وړي.
د یادونې وړ ده، چې د بامیاني ترڅنګ، حارث اختر زاده د برنامو عمومي رئیس، شمس الدین بارکزی د حقوقي چارو مشاور او احمد نوید افندي د املاک او اسکان د رئیس په توګه د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
افغانمل