امنیت

د طالبانو په ډزو کې دوه مېرمنې ټپيانې شوې

کابل / د غويي ٧ مه / باختر
په کاپيسا کې دوه کليوالي مېرمنې د وسله والو طالبانو په ډزوکې ټپيانې شوې.
پېښه تېره شپه ناوخته په تګاب ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يرغلګرو د استوګنې پر يوې سيمې ډزې وکړې.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په ډزو کې دوه مېرمنې ټپيانې شوې دي.
د کاپيسا د مرکزي روغتون ډاکټرانو د يوه ټپي روغتيايي حالت خراب بللې دى.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته