سیاست

افغانستان اوامريکا دهمکاري يوبل سند لاسليک کړ

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٣ :
دافغانستان اوامريکا ترمنځ  دپوليسو ، عدلي  ، جنايي  اوله نشه يي توکوسره  دمبارزي  په پروګرامونو پوري اړوند موافقه ليک داتلس مادي دتعديل سندلاسليک شو.
دباختراژانس خبريال خبر راکړ  دبهرنيو  چارو زارت سياسي  معين  جاويدلودين  نن مازيګر  په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفارت دواکمن دهمغږي اودقانون دتنفيذ له رييس ستيفن مک فارلند سره دپوليسو ، عدلي   جنايي  او دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزي  په پروګرامونو پوري  اړوند د ٢٠٠٦   کال دمارچ دمياشتې دنهمې نيټې  دموافقه  ليک  داتلسمې  مادي دتعديل متن لاسليک کړ.
دامريکا  دولت څه دپاسه       ٤٦ر ٢٤٨٩٣٦٩٠١ ډالره اضافي  لګښت هغو
پروژو ته   چې د ٢٠١٢  کال  دمارچ دمياشتې په يوولسمه نيټه  دلاسليک شوي موافقه  ليک په تعديل  کې بيان شوي  دي پيل کړي  شوي دي  .
  لودين ددغه سند دلاسليک په مراسمو کې  وويل امريکا  له افغانستان سره دسترو  مرستندويو هيوادونو له  جملې څخه   دى  موږ ژمن يو چې ددغې مرستې لګښت په مطلوبو برخو کې  دبدلون سبب شي .
په کابل کې  دامريکا دسفارت  دواکمني دهمغږي  او دقانون د تنفيذ رييس  ستيفن مک فالند ددواړو هيوادونو  ترمنځ  دپخواني  موافقه ليک دتعديل دسنددلاسليک  په اړوند  چې دافغانستان له امنيتي  مرکزونوسره ددغه هيواد دمرستو يوه برخه ده  وويل  چې دامريکا  دمرستې دغه اندازه پيسې   له نشه ي  توکو سره دمبارزي اودقانون دتنفيذ لپاره  دافغانستان   دحکومت  له هڅو او هاند سره  دملاتړ لپاره دي.
زموږ دغه همکاري دګډو مبارزو اوقربانيو پربنسټ  کېږي  چې په عمده توګه په دريو مهمو برخو له نشه يي توکوسره  مبارزه    روږدو کسانو ته دمرکزونو  جوړول ، په هغو سيموکې دپرمختياي پروژو په  جوړولو  چې دنشه يي توکو دتوليد ونکو بوټو کرکېله  پکې زياته  ده اوپه څو ولايتونو کې ښځو ته دجيلو دجوړولو لپاره ولګول شي .
ده وويل داټولي ليږدونې له بهير وروسته دافغانستان  امنيت اوثبات  سره  دملاتړ  لپاره دامريکا  دهمکاري  څرگندوى دى.
دافغان امنيتي   ځواکونو دپياوړتيا  په برخه کې  دهمکاريو موافقه ليک  چې لومړي  د ٢٠٠٦   کال دمارچ دمياشتې په   نهمه نيټه  دافغانستان او امريکا دمتحده ايالاتو  ترمنځ لاسليک شو اوکال په کال  تعديليږي وروستۍ تعديل يې دروان کال دکب دمياشتې  په يوويشتمه نيټه  دبهرنيو چارو دوزير اوپه کابل کې دامريکا دسفير له خوا لاسليک شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته