خبرونهامنیت

صفي الله احمدي د ګارډین ورځپاڼې هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ګواکې نوموړی همجنسګرا دی او د اسلامي امارت له لوري وژل شوی دی

کابل، د تلې۲۸مه، باختر
صفي الله احمدي د ګارډین ورځپاڼې هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ګواکې نوموړی همجنسګرا دی او د طالبانو تر شکنجې لاندې وژل شوی دی.
صفي الله احمدي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ويډيو خپره کړې او ویلي يې دي، چې د خپل حیثیت د اعادې په موخه به له ګارډین ورځپاڼې څخه شکایت وکړي.
یادې ورځپاڼې وړمه ورځ د صفي الله په نوم د یوه افغان ځوان انځور خپور کړی او ورسره ليکلي يې وو، چې هغه همجنسګرا محصل و او د اسلامي امارت تر شکنجې لاندې وژل شوی دی.
د یاد مطلب تر خپرېدو وروسته بي بي سي او یو شمېر نورو رسنیو هم دغه مطلب کاپي کړی وو، چې د افغانانو له لوري له ډول ډول غبرګونونو سره مخ وو.
خو دا، په نړیواله کچه یوې پېژندل شوې ورځپاڼې څنګه او د کومې موخې لپاره دا ډول بې اساسه خبر خپور کړی، دا هغه پوښتنه ده، چې د صفي الله په ګډون يې زرګونه کسان د یادې ورځپاڼې د جواب په تمه دي.
دا په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټینګار سره له ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو او خبریالانو څخه غوښتنه کړې وه، چې د کره او دقیقو معلوماتو او د معتبرو سرچینو له تایيد څخه وروسته خبرونه خپاره کړي، تر څو د عامه ذهنیتونو د مختل کېدو سبب ونه ګرځي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا