امنیت

د طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان د ملي اردو دکوماندو دځواکونو له خوا ونيول شول .

کابل -باختر  دثور پنځلسمه:
د وسله والو طالبانو يو قوماندان په قندهار ولايت کې د ملي دفاع وزارت دخاصو ځواکونو په عملياتو کې له څلوروتنو افرادو سره يې ونيول شو .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ چې دوسله والو طالبانو يو قوماندان قدرت د قندهار ولايت دډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي دفاع وزارت دخاصې قطعې دعملياتو په بهير کې له څلورو تنو افرادو سره يې ونيول شو .
  نيول شوى قوماندان وسله والو مخالفينو ته د وسلو اومهماتو په ليږدونه کې فعال رول درلود او له هغوى څخه يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې: د وسله والومخالفينو يو قوماندان ملا امير محمد شرشري چې د ازبکستان له اسلامي تحريک سره يې نږدې اړيکې لرلې او د ماينونو دښخولو او په افغان پوځيانو د بريدونو طراح هم بلل کيده؛ دبغلان ولايت د بورکې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دکوماندو دځواکونوپه ورته عملياتوکې ونيول شو .
  له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه وسله او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته