کابل باختر دکب لسمه
په پروان ولايت کې دواورې دسخت اورښت له امله پنځه تنه ووژل شول .
دپروان دوالي وياندې ميرمن روشنا خالد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان دپروان ولايت دسياه ګرد ، شينواري ، سيدخيلو او دبګرام په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې ددوى دکورونو دنړيدو له امله وژل شوي دي .
خالد زياته کړه چې په دغوپيښو کې ددغو ولسواليو نهه تنه اوسيدونکي ټپيان شوي دي .
دپروان دوالي وياندې څرګنده کړه چې له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې له خوا ددغو پيښو د شهيدانو له کورنيو او زيانمنو شويو کسانو سره ديوې اندازې خوراکي توکومرسته شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ