ښوونه او روزنه

په بغلان کې له ښوونکو څخه دسويې ازموينه واخستل شوه .

کابل باختر د ليندۍ شپږمه :
دبغلان ولايت دپوهنې رياست دښوونکو دمعاشونو دلوړولو لپاره په دغه ولايت کې له اووه سوه تنو ښوونکو څخه آزموينه واخستل شوه .
دبغلان ولايت دپوهنې  رياست سرپرست عبدالقادر رسولي  باختراژانس ته وويل چې دوى دغه ازموينه دبغلان ولايت داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو له خپلواک  کميسيون سره په همغږۍ کې واخسته .
يوه اړونده خبرځاى وويل: همدااوس دبغلان ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې ديارلس زره ښوونکي شته او ټاکل شوې ده چې دغه ټول ښوونکي دمعاشونو درتبو دازموينې بهير تير کړي .
ويل کيږي چې دغه ښوونکي ددولسمو او دڅوارلسمو ټولګيو فارغان اوليسانسه  دي چې په سلو کې څلويښت يې ميرمنې او نجونې دي اودبغلان  ولايت په مرکز پلخمري  ښار او څوارلس ګونو په ولسواليو پورې اړه لري .
خبرځاى زياته کړه ددغې ازموينې په نتيجه کې معياري نمرې د معاشونو په رتبو کې شاملې دي چې معاشونه يې له شپږوزرو افغانيو څخه  تر لسو زرو افغانيو ته لوړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته