امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
دولس تنه وسله وال طالبان دافغان امنيتي ځواکونو دچاڼيزوعملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي  ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتونوکې  د هلمند ،غور ،  فراه ، هرات ، خوست ، غزني ، لوګر ، ارزګان ، قندهار،  جوزجان، لغمان ، نورستان او دکونړ دولايتونوپه مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دولس تنه جګړه مارطآلبان ووژل شول او اتلس تنه نور يې ټپيان شول او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
ديوبل خبر له مخې: د ملي پوليسو د وسايطوضدديارلس ماينونه چې نوى د وسله والو مخالفينو له خوا دلغمان ، بغلان، فارياب اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډکړل .
دغه راز دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسوڅلور تنه غلا په تور دکابل ښار له بيلابيلو سيمو څخه ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته