امنیت

ملي امنيت دپنځلسو زرو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو په کشفولو سره په کابل کې د څو تروريستي پيښو مخه ونيوله

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٦  :
دملي امنيت ادارې  دپنځلسو زرو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو دکشف اوضبط خبرورکړ چې دسمنټو په کڅوړو کې ځاى پرځاى اوله پاکستان څخه افغانستان ته ليږدول شوي وو.
دباختر آژانس د خبرله مخې : دملي امنيت د ادارې موظفينو تيره شپه دکابل ښار ديو ويشتمې ناحيې په مربوطاتو کې دعملياتو په ترسره کولوسره پنځلس زره کيلوګرامه امونايتريت ډوله  چاوديدونکي توکي کشف اوضبط کړل .
دغه توکي دسمنټو په کڅوړو کې ځاى پرځاى  او ديو ټيلري موټر په واسطه چې دپاکستان   ( 226- TlH)  پليټ لري له پيښور څخه کابل ته راليږدول شوي وو.
دملي امنيت  دادارې ويندوى حسيب صديقي خبريالانو ته وويل   چې دغه توکي دپاکستان د  آى  اس  آى  له خوا  دپيښور ښار په رينګ رود  ساحه کې  دسمنټو په  کڅوړو کې ځاى پرځاى او دچاودنو  او د تروريستي بريدونو دترسره کولو په مقصد  کابل ته ليږدول شوي وو ، چې دملي امنيت موظفينو هغه کشف کړ او دڅو تروريستي پيښو مخه يې ونيوله .
دحسيب صديقي دڅرګندونوله مخې : ددغې قضيې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي  چې  دتحقيق دبهېر په بشپړيدوسره به خبريالانو ته معرفي شي .
دغه دوه تنه په داسې حال کې نيول کيږي  چې دملي امنيت ادارې  څه موده مخکې  دڅو تنو تروريستانو او ديو موټر په نيولو سره په کابل کې  دتروريستي بريد مخه ونيوله .
دملي امنيت دادارې ويندوى وايي  ددغې ادارې موظفين تل   په دې لټه کې دي  چې ددقيقو  اوپراتيفي دندو په ترسره کولو سره  د ډار اچوونکو کړيو او داستخباراتي شبکو تروريستي پروګرامونه  شنډ کړي  او هره اوونۍ په منځنى ډول  دڅه ناڅه لسو تروريستي او ورانکارو پيښو مخه  نيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته