-کابل/دزمري ٦مه /باختر :
د بادغيس ولسوالۍ او د قلعه نو په لويه لاره کې ناامنۍ ددغې ولسوالۍ د خلکو د اندېښنې سبب شوي دي .
د قادس ولسوال محمد حيدر شريفي نن باختراژانس ته وويل چې د قلعه نو – قادس په لويه لاره کې د وسله والو طالبانو برېدونه زيات شوي دي او وسله وال طالبان په دغه لويه لاره کې موټرونه دروي اود خلکو اومسافرانو د ځورونې سبب کېږي .
هغه وويل چې په دغه تګلوري کې د امنيتي پوستو د جوړولو په خاطريې د دغه ولايت پوځي مسوولينوته وړانديز کړى دى .
په همدې حال کې د بادغيس ولايت مرستيال اوسرپرست فيض محمد ميرزاد وويل، په پام کې دي چې ددغې لويې لارې د امنيت د تامينولو لپاره امنيتي پوستې جوړې شي .
2 1 دقیقه لوستل