سیاست

د ملي امنیت سلاکار: د شربت ګلې خلاصون د افغان دولت لپاره لویه مسله ده او پاکستان دې په دې اړه د افغان ملت حساسیت درک کړي.

کابل باختر دلړم ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د پاکستان له سفیر ښاغلي  سید ابرار حسین سره په کتنه کې، په هغه هېواد کې د زنداني شربت ګلې (افغانې نجلۍ) د خلاصون په اړه خبرې وکړې.
دملي امنيت دشورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د شربت ګلې خلاصون د افغانستان د دولت لپاره لویه سیاسي او حیثیتي مسله ده او د پاکستان دولت باید په دې اړه د افغانستان د خلکو او دولت حساسیت درک کړي.
د ملي امنیت سلاکار د پاکستان له سفیر څخه غوښتنه وکړه، چې د نوموړې د خلاصون په هلوځلو او درملنه کې په اسلام اباد کې د افغان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال سره پوره همکاري وکړي.
د ملي امنیت سلاکار همدا راز زیاته کړه، چې افغان دولت په افغانستان کې د شربت ګلې د بسیا او باعزته ژوند لپاره پوره چمتووالی لري او له زندان تر خلاصېدو وروسته په خپل هېواد کې باعزته او بسیا ژوند ولري.
د پاکستان سفیر سید ابرار حسین و ویل، چې په دې اړه به خپل دولت ته د افغان دولت غوښتنه ورسوي. ده زیاته کړه، چې د شربت ګلې روغتیا او درمنلې ته پوره پاملرنه کېږي.
په دې کتنه کې په پاکستان کې د نورو افغان زندانیانو ترڅنګ له هغه هېواده د راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه هم خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته