نوى ډيلى ډي ډان باختر دسلواغې دمياشتې ٣٠ :
د هندوستان حکومت نن د پريتوى _ ٢ توغندى نوى ډول آزمايښت کړ .
له ځمکې څخه ځمکې ته دغه توغندى٣٥٠ کيلومتره واټن وهلى شي او کولاى شي يو ټن متعارف او اټومي سر ګولوله وليږدوي.
دغه توغندى د لارښوونې پرمختللي تجهيزات لري او د هند د چندي پور په سيمه کې له يوې متحرکې واسطې څخه توغول شوى دى .
د دغوتوغنديو وروستۍ نمونه د روان کال د لړم د مياشتې په ٢٣ نيټه آزمايښت شوى و.
د يوبل خبرله مخې: د هند حکومت د جنګي بيړيو د جوړولو لپاره اته مليارده ډالره بيلې کړې دي.
هند پلان لري چې په دغو پيسو سره اووه جنګي بيړۍ توليدکړي او په نړۍ کې د دفاعي تجهيزاتو له لومړۍ درجه واردونکي څخه په هېوادکې د ننه په سلو کې اويا ددغو وسلو توليدولو ته ورسيږي.
0 1 دقیقه لوستل