کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٨
په کابل کې نن سهار د يوې چاودنې له امله يو تن شهيد او شپږ تنه نور ټپيان شول.
امنيتي خبرځايونو تراوسه پورې د دغې پيښې د جزيياتو په باب څه نه دي ويلي، خو په خپرو شويو خبرونوکې ويل شوي دي چې چاودنه د کابل په امينې قوماندانۍ کې شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت د مرکزي روغتونونو رييس ډاکتر سيد کبير اميري باختر آژانس ته وويل چې په کابل کې د چاودنې له امله يو شهيد او اته تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.
نور جزييات وروسته خپريږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ